په کندز ولایت کې یوه بدي ختمه او په سوله بدله شوه

mobta_admin
Mon, Mar 20 2023 8:55 PM
mobta

د کندز ولایت د ګل تپې ولسوالۍ په توبره کش کلي کې د دوو کورنیو تر منځ را منځته شوې بدي نن د یوې ناستې په ترڅ کې په روغه جوړه بدله شوه. دغه بدي د کندز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د ټاکل شوي پلاوي او د لویې پکتیا قومي شورا د مشرانو په همغږي او منځګړیتوب ختمه شوه. د یادې شخړې په پیل کې علماء کرامو او قومي مشرانو د شخړو او بدیو په بدو پایلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د اسلام مبارک دين دا امر کوي چې که چیرته دوه اړخونه په جګړه کې ښکېل وي تاسې یې په منځ کې سوله وکړئ. وروسته د ټاکل شوي هیئت له لوري له دواړو لوریو اختیار واخستل شو، د دوی په اړه د مشرانو له لوري پرېکړه ونیول شوه او دواړو لورو په خوښي سره ومنله. په پای کې د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست استازي غونډې ته وویل: د یاد ریاست مسؤلین او د کندز ولایت رهبري د ټول ولس لپاره د خير او فلاح غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته ژمن دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu