د ننګرهار ولایت د هزار ناو په سیمه کې له کلونو راپاتې شخړه هواره شوه.

mobta-af
Tue, Mar 07 2023 2:47 PM
Mobta

د ننګرهار ولایت مهمندري ولسوالۍ د هزار ناو کلي په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ له کلونو را پاتې شخړه نن هواره او په دوستۍ بدله شوه. په دې جرګه کې د ياد ولايت علماء کرامو، قومي مشرانو په ګډون د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس قاري رحمت الله غازي عمر او يو شمېر ځايي چارواکو هم ګډون درلود. دغه راز جرګې ته د قاري رحمت الله غازي عمر د هر اړخيزو ويناوو ترڅنګ علماوو او قومي مشرانو هم خبرې وکړې ويې ويل: چې د اسلامي امارت تر سيوري لاندې سوله ایز ژوند د الله تعالی ستر نعمت ده او په دغه ولایت کې يې ټولو مېشتو قومونو ته د اسلامي ورورولۍ او اتحاد په فضاء کې د ژوند کولو لارښوونې وکړې او دغه راز يې د دواړو قومونو ترمنځ د يوه ګډ پرېکړه ليک په لوستلو سره ياده شخړه پای ته ورسوله چې د دواړو لورو له خوا ومنل شوه او د بیا ځلې شخړې د نه کولو ډاډ یې ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu