د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین د سرپل ولایت له مشرانو سره وکتل

mobta-af
Mon, Feb 27 2023 9:13 AM
Mobta

یکشنبه /۵/۸/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین شیخ عبدالرحمن حقاني د سرپل ولایت مرکز له قومي مخورو او علماوو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کتنې په پیل کې د دوی په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او ویې ویل: دا چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د افغانستان د ټول ملت د کور په شان دی، نو د سرپل د مرکز قومونه د نظام په هره برخه کې ملاتړې دي او په سوله کې ژوند کوي. دوی له یاد وزارت څخه د دغه ولایت د قومونو تر منځ د ځمکې پر سر د جنجال د حل کولو لپاره د یوه باصلاحیته هیئت غوښتنه وکړه چې د دوی تر منځ دا ستونزه ور هواره کړي.

د ناستې په دوام مسلکي معین ښاغلي حقاني دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته وویل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د ولس کور دی، موږ تر اوسه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د قومونو تر منځ شخړي هوارې کړې دي او ستاسي د ستونزې د حل په موخه به موږ خپل تصامیم ونیسو او له اړوندو ارګانونو سره به یې د حل په موخه خبرې وکړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu