د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير د فارياب ولايت له شمېر قومي مخورو او دیني عالمانو سره وکتل

mobta-af
Wed, Feb 22 2023 8:54 AM
Mobta

چهارشنبه ۲/شعبان /۱۴۴۴

دسرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير الحاج ملانور الله نوري د فارياب ولايت خواجه موسى ولسوالۍ یو شمېر مخورو او ديني عالمانو سره د پراختیایي چارو، بیارغونې، ښوونې، روغتیا او امنیت په هکله کتنه وکړه.

په دې کتنه کې د وزارت مسلکي معين ښاغلي عبدالرحمان حقاني او يو شمېر نورو مسؤلينو هم برخه لرله.

لومړي د فارياب ولايت خواجه موسى ولسوالۍ قومي مخورو د خپلې سیمې ځینې ستونزې د حل په موخه  شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

د کتنې په پاي کې سرپرست وزير ښاغلي نوري راغلو ديني عالمانو او مخورو ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته وویل چې موږ ستاسو په ټولو ستونزو خبر یو او یو شمېر ستونزو ته مو د اسلامي امارت د چارواکو لورې رسیده ګي شوې.

 په وينا يې د ستونزو د حل په موخه به موږ له اړوندو ادارو سره سلا مشورې وکړو چې ان شاء الله ډير ژر به يې د حل ډاډ درکړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu