د پولو ساتونکو يو ساعت څارنه د حجرالأسود تر خوا د تهجد تر لمانځه زيات اجر لري. (نوري)

mobta-af
Thu, Feb 09 2023 8:25 PM
mobta

۱۸/رجب المرجب

يادې خبرې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري هرات ولايت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د اسلام قلعه بندر د ليدنې پر مهال سرحدي ځواکونو او نورو مسؤلينو ته وکړې. ښاغلي نوري له اسلام قلعه بندر څخه د کتنې پر مهال چې د هرات ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي جمالدين عمري او ځينې نور مسؤلين هم ورسره مل وو د ياد بندر له کميسار ښاغلي زعيم اغا او سرحدي ځواکونو سره وکتل او د مسافرو د تګ راتګ د اسانتياو، ايراني لوري سره د همغږۍ او له دې لارې د تجارتي مالونو د صدور او ورود په اړه يې اطمينان ترلاسه کړ او مسؤلينو ته يې د چارو د لا ښه والي لپاره ځينې اړينې سپارښتنې وکړې. ښاغلي نوري سرحدي ځواکونو ته په خبرو کې وويل چې تاسو د پوله ساتونکي يوه سپيڅلې او ستړې دنده پر مخ وړئ او مسؤليت مو خورا دروند دی، د پولو ساتونکو يو ساعت څارنه د حجرالأسود تر خوا د تهجد تر لمانځه زيات اجر لري. د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ښاغلي نوري له ايران سره د ګډې پولې او سرحدي نښو څخه هم ليدنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu