په پکتیکا ولایت کې د قومونو د یووالي او همغږۍ تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه.

mobta-af
Tue, Jan 03 2023 8:56 AM
Mobta

دوشنبه،۹ جمادي الثاني ۱۴۴۴

یاده قومي غونډه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې جوړه شوې وه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، ورسره مل پلاوي، د پکتیکا والي عبدالله مختار، امنیه قوماندان عبدالقیوم هلال، د همدې ولایت د سرحدونو، ق.ق چارو رئيس جان محمد مؤمن، دیني عالمانو، سپین ږیرو، قومي مشرانو او ولسي وګړو پکې ګډون درلود.

لومړی د پکتیکا والي عبدالله مختار د اتفاق او یووالي اړوند خبرې وکړې ویې ویل، له دې نظام سره د ولس همکاري او ملاتړ وو، چې نن یو ځل بیا پر افغانستان حاکم دی، اوسمهال د دې نظام د ملاتړ لپاره تر ټولو مهم د قومونو یووالی دی.

Mobta

همداراز قومي مشرانو قطب الدین غروال، معصوم خیروي، دیني عالم خلیل الله په خپل وار سره په خبرو کې اسلامي نظام زموږ په ټولنه کې له ارزښته ډک نظام وباله او ویې ویل: د دې نظام ساتل قربانۍ غواړي د پکتیکا ولس لا له پخوا د ا.ا.ا ملاتړ کړی دی او کوي یې، دوی زیاته کړه چې د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت دې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو کې د ولس اولویه ستونزې د حل په موخه تر لوړو مقاماتو ورسوي.

د وزارت د کوچیانو چارو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین وویل د غونډې هدف د قومونو یووالی او اتفاق دی، د پکتیکا سپین ږیري د خپلې سیمې مسؤلین دي، تر څو د خپلې سیمې ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړي، همدا راز د پلاوي یوه غړي شمس الرحمن زاهد په خپلو خبرو کې د امیر د اطاعت او د نظام د ساتنې اړوند خبرې وکړې.

Mobta

د غونډې په پاي کې د سرحدونو ق.ق او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد وویل دا د حمد ځای دی چې موږ او تاسې د یوه اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوو، دا ازادي د افغانانو د قربانیو برکت دی، اسلام چې مسلمان ته کوم حق ورکړی دی هغه به اسلامي نظام هم افغانانو ته ورکوي که افغانانو د شرعي احکاماتو په چوکاټ کې یووالی درلود افغانستان به جوړ او د اسلام ستر مرکز وي. نوموړي دغه راز د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتنې به یې تر لوړو مقاماتو ورسوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu