د کارکوونکود کاري کړنو ارزونې د څرنګوالي په اړه درې ورځنۍ ښوونیزپروګرام پیل شو

mobta-af
Sun, Dec 04 2022 2:25 PM
Mobta

يکشنبه١٠جمادي الاول١٤٤٤

تردې سرلیک لاندې ښوونیز درې ورځني پروګرام په پیل غونډه کې د ملکي خدمتونو ریاست د پالیسیو او حقوقي چارو مرستیال ښاغلي ویس الدین ویس او یو شمېر کار پوهانو، دسرحدونو، قومونواوقبایلو چارووزارت د بشري زېرمو رئیس ښاغلي کریم شاه تیلوي اود وزارت د مرکزي ریاستونورئیسا نو اوآمرینوګډون کړی وو.

Mobta

ښاغلي ویس الدین ویس لومړی د بشري زېرموریاست له همغږۍ اوهمکارۍ مننه وکړه وې ویل چې زموږ موخه خدمت کول دي  دد ې خدمت د ترسره کولو لپاره موږ هر یو مسؤلیتونه اومکلفیتونه لرو چې باید یې پروخت د پلان له مخې تر سره اوپه اړه یې دعملي کړنوراپور ولرو، نوځکه مو دا ښوونیز پروګرام په ټولو آدارو کې پام کې نېولی چې دخپلې دندې اوکار په اړه معلومات ترلاسه او دهغې کار د مخ ته وړلوپه برخه کې زده کړه ولرو.

د وزارت د بشري زېرمو رئیس کریم شاه تیلوي دا ډول ښوونیز پروګرامونه یوه اړتیا وبلله له ګډونوالویې وغوښتل چې د چارود غوره ترسره کولو لپاره اړوند معلومات په ډېر دقت واوري او عملا ترې استفاده وکړي.

د یادولو وړ ده چې په دې ښوونیزپروګرام کې به د ارزونې د بېلابېلو ډولونو، د دندو دلایحې، د کار پلان ، د نظارت فورم، د کاري اجرااتو په اړه د راپوراو د ارزونې فورم د طرزالعمل په اړه هر اړخیز نظري او عملي معلومات وړاندې شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu