د بدخشان ولایت د کوف اب ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه

mobta-af
Thu, Nov 24 2022 6:44 PM
mobta

پنچ شنبه، ٢٩ ربيع الثاني ١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ښاغلي الحاج ملا نور الله نوري د بدخشان ولايت کوف اب ولسوالي له علماؤ، قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل. په دې کتنه کې تر ښه راغلاست وروسته د راغلو قومي مشرانو او مخورو په استازیتوب محترم مولوي اعظم خواجه، محترم مولوي غلام الله، محترم مولوي عنایت الله، محترم مولوي شبیر احمد او محترم حاجي حفیظ الله کوفی خبرې وکړې، نوموړو په خپلو خبرو کې سیمه ایزې ستونزې له ښاغلي نوري سره شریکې کړې. ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزير ښاغلي ملانورالله نوري په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې، هغه زیاته کړه افغانستان د تير شل کلن جهاد په اوږدو کې ستاسو په شان مجاهدو او په دين مينو ولسونو ساتلی. ښاغلي نوري وویل: دسرحدونو، ق.ق چارو وزارت د ولس رسا غږ دی،هڅه مو داده چې ستاسو ستونزو ته دحل لارې پیدا کړو او په راتلونکي کې به ددې ستونزو دحل په موخه د نورو ادارو له استازو سره یو ځای دبدخشان ولايت د ځینو سرحدي ولسواليو حالت له نږدې وڅېړو او ستاسو ستونزې به تر اړوندو ارګانونو ورسوو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu