د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ پامير سيمې ته د ژمنيو مرستو د انتقال څرنګوالي په اړه ناسته ترسره شوه

mobta-af
Tue, Nov 22 2022 9:33 PM
mobta

۱۴۴۴/۴/۲۷ هـ ق

د کابينې د پريکړې پر بنسټ پاميرونو ته د ژمنيو مرستو د خوراکي او غير خوراکي توکو د ليږدولو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري، د وزارت د مسلكي چارو معين مولوي عبدالرحمن حقاني او د سرحدي بررسيو معين شيخ محمد قاسم خالد د لوی او واړه پامير له مشرانو او نماينده ګانو سره د توکو د ليږد پر څرنګوالي مشورتي ناسته تر سره کړه. د سرحدونو، .ق.ق چارو وزارت تر سرپرستي لاندي د پېښو ته د رسېدو، ملي دفاع، مخابراتو، عامې روغتيا، حج او اوقافو او پوهنې وزارتونو ته دنده سپارل شوې وه چي د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ لرو پرتو سيمو ته د ژمنيو مرستو ليږدولو تر څنګ لاندې کړنې ترسره کړي:

•د بدخشان په واخان ولسوالي کي يو کنډک ځاي پرځاي کول

•د مخابراتي شبکو انتونه نصبول

•د روغتياي مرکزونو جوړول او درمل ورته ليږل •ځايي اوسيدونکو ته ژمنيو مرستو رسول

•ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو جوړول

•د مسجدونو جوړول

• دماليې وزرات په مرسته تر پاميره د سړک پاتي برخو جوړول. د يادونې وړ ده چي پاميريان هر کال په ژمي کې د ژمنيو توکو له نشتون او د پرلپسې واورو له امله له مرکز سره ددوئ د لارې د بندېدو له ستونزو سره مخ وي، سږ کال پاميريانو ته د اسلامي امارت له لوري د ژمنيو او خوراکي توکو انتقالول يو بې ساري نيک ګام اوزيری دی.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu