د وزارت اړوند ولايتي رياستو له مسؤلينو سره کتنه

mobta-af
Tue, Nov 01 2022 2:29 PM
Mobta

١٤٤٤قمري کال د ربيع الثاني٦مه

په دې کتنه کې د فراه، کندز ، بادغيس  او پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيسانو، ښاغلي مولوي تاج محمد، ښاغلي مولوي احسان الله ثاقب، ښاغلي مولوي محمد قاسم ضمير او ښاغلي سردار محمد مدني  له ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمان حقاني سره د ولايتي ریاستونو د کړنو، د سرحدي ولسوالیو د عمومي حالت، د ولايتو په کچه د پراختیایي، ښوونې او روزنې، روغتيايې خدماتو د پروژو د پلي کېدو، د قومي شخړو د حل په لارو چارو، د ولسونو او سیمه ییزې ادارې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه معلومات شریک او دغه راز یې په ولايتونو کې د مېشتو قومونو د یو لړ اساسي غوښتنو او وړاندیزونو په اړه هم خبرې وکړې او د حل لپاره یې له ښاغلي حقاني څخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.

Mobta

ورپسي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمان حقاني لومړی د وزارت اړوند ولايتي مسولينو ته ښه راغلاست ووایه او د دوي له ټولو کړنو څخه یې قدرداني وکړه او دغه راز يې د خلکو اساسي غوښتنو ته رسیده ګي یې د حکومت اساسي دنده وبلله او ټینګار يې وکړ چې د اسلامي امارت مشران ژمن دي چې دمتوازن انکشاف اصل ته په کتو په عادلانه توګه د خلکو ستونزو او غوښتنو ته توجه وکړي او د پام وړ او اساسي خدمات ورته وړاندې کړي.

نوموړي همداراز ولايتي مسولينو ته د وزارت په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندې کړ زياته يې کړه چې د یادو ولایتو په کچه به شته ستونزې له اړونده ارګانونو سره شریکې کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu