د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د پیر محمد کاکړ له عالي لېسي څخه لیدنه وکړه

mobta-af
Wed, Oct 19 2022 11:04 AM
Mobta

١٤٤٤قمري کال د ربيع الاول٢٢مه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مفتي شفیع الله ثاقب د پير محمد کاکړ عالي لېسي له زدکوونکو سره په کتنه کې د دیني او عصري زده کړو پر ارزښت او حکمت رڼا واچوله وې ویل تاسو د دې هېواد راتلونکي یاست باید هم په دیني او هم په عصري زدکړو ځان سمبال کړي دیني زدکړې موږ ته را ښیې چې په څه ډول د کومو اصولو په رڼا کې ژوند وکړو او خپل مسؤلیتونه چې موږ يې اوس او په راتلونکې کې د خپل هېواد او ولس په وړاندې لرو تر سره کړو کله چې یو څوک په لوی الله جل جلاله باور ولري او تقوا داره وي نو د خپل رب جل جلاله  له ویرې هیڅکله هم داسې یو عمل نه تر سره کوي هغه دې ناوړه عمل وي تل به هڅه کوي چې عمل یې د الله جل جلاله د رضاَ سبب شي نوموړي دغه راز له زدکوونکو سره د خپلو خبرو په جريان کې د دعوت او ارشاد د پروګرامونو پر عملي کولو هم ټينګار وکړ.

Mobta

ورپسي د پیر محمد کاکړ عالي لېسي د مسجد ملا امام راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د دعوت او ارشاد رئیس له لارښوونو څخه يې د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې د خپلو مقتديانو په ديني روزنه کې به پوره هڅه وکړي.

ياده دې وي چې د ليدنې په پاي کې د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي ثاقب لخوا څو جلده قرآنکريمونه د پير محمد کاکړ عالي لېسي زدکوونکو ته په الهي کتاب کې د لا زياتو معلوماتو د لاسته راوړلو په موخه و وېشل شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu