د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د زابل ولایت ارغنداب ولسوالي ته سفر وکړ.

mobta-af
Tue, Sep 13 2022 11:45 AM

۱۴۴۴/۲/۱۵

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د یادې ولسوالۍ له علماوو،قومي مخورو او خلګو سره د يوې سترې غونډې په ترڅ کې وکتل.

غونډه چې د ارغنداب ولسوالۍ د مسؤلينو په شمول له ټولو سيمو څخه مشرانو، پخوانيو جهادي قومندانانو او علماوو شرکت پکې کړی وو  په نمايندګي يې څو تنو مشرانو او ديني عالمانو خبرې وکړې. د ارغنداب ولسوال ملا نوراغا راحت د ښه راغلاست تر څنګ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له سرپرست ښاغلي نوري  څخه مننه وکړه چي د ارغنداب لري پرتې او محرومې ولسوالۍ ته د ولس د حال پوښتلو ته راغلی.

Mobta

مولوي محمد رحيم صاحب، د علماؤ شورا غړي مفتي عزيز الله طيب صاحب او د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مولوي شفيع الله ثاقب هم ويناوې وکړې.

په پاي کې ښاغلي نوري هر اړخيزه وينا وکړه، نوموړي پخپلو خبرو کې وويل: اسلامي امارت ژمن دی چې هېوادوالو ته د ژوند په هره برخه کې ښه خدمات وړاندي کړي او د خلګو ستونزو ته پر وخت رسېدګي وشي.

نوموړي د هيواد د ښيرازۍ او ارتقاء لپاره خلک خپلمنځي جوړجاړي، يووالي او وحدت ته راوبلل.

 د یادولو وړ ده چې تيره يوه اوونۍ کې ښاغلي نوري د همدې ولایت څو نورو ولسوالیو ته هم رسمي سفرونه تر سره کړي وو چي د خلکو ستونزې او هغه مالي خسارې چي وروستيو سيلابونو، د يادې سيمې خلکو ته اړولې وې له نژدې واورېدل شوې او د همکارۍ ډاډ ورکول شو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu