د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت بدخشان ولايت ته رسمي سفر تر سره کړ.

mobta-af
Sat, Aug 13 2022 10:25 AM
Mobta

شنبه د  محرم الحرام ۱۵ مه ۱۴۴۴ هق

نن تر غرمې مخکې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله (نوري) او ورسره مل پلاوي د بدخشان ولايت له والي مولوي عبدالغني سره د ولايت مقام کې وکتل‌.

ښاغلی (نوري) چي د ياد وزارت د جرګو رئيس مولوي محمد اسماعيل (غزنوي) او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله (فطرت) يې هم ملتيا کوله د شمالي ولايتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان سرحدي ولايت له والي مولوي عبدالغني او استخباراتو رئيس مولوي نور الهدی سره د بدخشان  مېشتو قومونو او سرحدي سېمو د ستونزو د هواري په موخه تفصلي مجلس ترسره کړ.

Mobta

د بدخشان والي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د لوړ رتبه هيئت راتګ د بدخشان د خلکو لپاره ارزښتناک وباله او ټينګار يې دا وو چې د بدخشان ولايت مېشتو قومونو او سرحدونو ته لا زياته پاملرنه وشي او د خلکو ستونزې په اساسي توګه هواري شي.

ښاغلي (نوري) بدخشان د ځانګړي موقعيت او پراخې جغرافيې له امله مهم ولايت ياد کړ او د مېشتو قومونو د ستونزو اورېدل او ورته رسېدنه يې خپل لومړيتوب وباله.

نوموړي د بدخشان ولايت د اهميت په تړاو وويل چې بدخشان د خپل ځانګړي جيو پوليتيک موقعيت له امله د افغانستان د زړه په څير دی چي اميد دی په نژدي راتلونکي که به د افغانستان ټولو برخو ته اقتصادي او تجارتي شريانونه فعاله کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu