د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معين ددې وزارت د ښوونې او روزنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته وکړه.

mobta-af
Sun, Mar 27 2022 5:56 PM
mobta

نن یک شنبه ۷/۱/۱۴۰۱ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن حقاني د ښوونې او روزنې ریاست له رئیس محمد نبي شهاب او کارکونکو سره پخپل کاري دفتر کي د شته ستونزو د هواري او حل لارو لټولو په موخه لیده کاته وکړل. په پیل کې د ښوونې او روزنې رئیس د ریاست د کړنو په اړه راپور وړاندې کړ او د وزارت په اړوندو لېسو کې یې د روان تدریسي بهیر په اړه رڼا واچوله په پای کې سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن حقاني د ښوونې او روزنې ریاست اړوند ټولو ستونزو ته د رسیدلو او حل ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مشران د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي او موږ او تاسې باید ټول هغه امکانات چې په لاس کې لرو د نظام په جوړولو کې ترې کار واخلو او د افغانستان د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د افغانستان د ځوان نسل په ښوونه او روزونه کې هر اړخیزې هڅې وکړو. د يادونې وړ ده چي د سرحدونو او قبایلو په بيلابيلو ليسو کي شاوخوا ۵۳۰۰ شاګردان په زده کړو بوخت دي او د وزارت له لوري ورته د ښه تعليمي ماحول، معياري زده کړو، اعاشې او اباتې اسانتياوې برابرې شوې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu