د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت د کندهار ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو رياست څخه ليدنه وکړه

mobta-af
Sun, Feb 06 2022 8:05 AM
m

د کندهار ولايت د س. ق.ق چارو رياست افتخاري مرستيال مولوي ندا محمد عابد  د وزارت را ليږل شوي هيئت ته ښه راغلاست ووايه او د قومو قبايلو او سرحدونو اړوند يې لنډ معلومات او د هغوئ ستونزې شريکې کړې.

نوموړي وويل دوئ توانيدلي چي د ياد رياست اړوند غازي عبدالله خان عالي ليسې په حريم کي د غاصبینو له لوري د دوکانونو د جوړولو مخنيوی وکړي. او همدا راز يې په ليري پرتو ولسواليو د قومونو تر منځ د شخړو د حل وفصل کولو په اړه ګزارش وړاندي کړ.

m

د هيئت مشر مولوي محمد اسماعيل غزنوي د ياد رياست له منسوبينو څخه مننه وکړه چي هر وخت يې د سرحدونو څخه ليدنه او نظارت کړی، د خلکو ستونزې يې حل کړې او په ښه توګه يې دنده سرته رسولې.

ياد هيئت د س.ق.ق چارو رئيس حاجي ملا اغاجان او د کوچيانو پخواني آمر محمدولي بشير په ملتيا په ياد ولايت کي د کوچيانو له آمريت څخه هم ليدنه وکړه.

د يادونې وړ ده چي د کوچيانو آمريت دټولو اجناسو او همداراز د کوچيانو لپاره  مرسته شويوغنمو له ګودام څخه ليدنه ترسر او ارزونه هم وشوه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu