د سرحدونواوقبایلوچارووزارت د مالي اواداري لوی ریاست سرپرست اود مقام دفترسرپرست د معرفۍ غونډه

mobta-af
Tue, Nov 02 2021 7:03 AM
mobta

محترم ملا محمد انورتایب، چې د مالي او اداري لوی ریاست د سرپرست او ښاغلی  شیخ حضرت ولي حقاني، چې د مقام دفترد ریئس په توګه ټاکل شوي وو، نن سه شنبه د یوې غونډې په ترڅ کې د وزارت اړوند اداروریئسانو ته وروپېژندل شول اوپه کاریې پیل وکړ.

د سرحدونواوقبایلوچارو وزارت پخواني سرپرست محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، چې نوموړي چارواکي یې معرفي کول د خپلو خبروپه ترڅ کې لومړی په ښه شان د الله ج د رضا د حاصلولولپاره په صداقت اوایماندارۍ د مسؤلیت په ترسره کولوټینګاروکړ، د وزارت له چارواکویې وغوښتل چې په ټاکلي وخت دندوته حاضر اود خپل ولس پروړاندې خپل مسؤلیتونه د صادقومسلمانانوپه توګه ترسره کړي. بیا یې په دولتي ادارو کې ادلون بدلون اصول وګڼل نویوچارواکوته یې په دندواوولس ته د خدمت په لارکې د لوی الله ج له درباره څخه د بري هیله وکړه.

د مالي اواداري لوی ریاست نوي سرپرست محترم ملا محمد انور طیب او دغه رازد دفترمقام سرپرست هم په خپلو خبروکې د الله ج له دربارڅخه د ښه اوغوره خدمت کولوتوفیق وغوښت ، دنده یې امتیاز نه، بلکې یودروند مسؤلیت وګڼلو اود همکارانوپه همکارۍ یې په صداقت هېواد اوولس ته د خدمت کولوژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu