موږ ته هېواد او ملي ګټې ستر لومړیتوب دی!

mobta-af
Sat, Aug 14 2021 9:37 AM
mobta

همدې اصل ته په کتو مې هڅه دا ده، چې په هېواد کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته ملي یووالی غښتلی کړم، د قومونو منځ ته ورشم او تر منځ یې ستونزې تحلیل او ورته د حل لارې چارې پیدا کړم، چې په دې تړاو مې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي او دا لړۍ مو لا هم دوام لري.

دغه راز د هېواد سرحدونو ته د نږدې مېشتو درنو قومونو د اړتیاوو تشخیص او د هغوی د ستونزو حل مو لومړیتوب دی، چې په دې تړاو مې له قومي مشرانو سره ناستې او کتنې دوام لري.

همدارنګه د قومي سیمه ییزو، د دولت او خلکو تر منځ هڅه کوم چې اړیکې لا پیاوړې کړم او واټن تر ډېره بریده را کم کړو، چې په دې تړاو مو په ولایتونو کې لویې جرګې جوړې کړي او لا هم هڅه کوو تر څو لویې جرګې جوړې او پر اساس یې د ولس او حکومت تر منځ واټن را لنډ کړو او ټول د نظام او جمهوریت د ملاتړ لپاره په یو واحد صف کې د جمهوریت تر پراخ چتر لاندې سره منسجم کړو.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu