په بامیان ولایت کې د لنډ مهاله سرویرانو د‌ ګمارنې لپاره تحريري آزموينه واخيستل شوه!

mobta-af
Wed, Jul 07 2021 10:29 AM
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په چوکاټ کې د "سرحدونو او اطلاعاتو مدیریت پروژې" په بامیان ولايت کې د روان کال د چنګاښ مياشتې پر ۱۳ مه نېټه د یاد ولایت د‌ سرحدونو او قبايلو چارو آمریت په مرسته د لنډ مهاله سرویرانو د ګمارلو لپاره تحريري آزموينه واخیستل شوه.

له آزموینې مخکې د بامیانو ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو آمر اسحاق پویا ګډونوالو ته د ازموینې د شفافیت او د دې پروژې او څېړنو د اهميت په اړه لنډې خبرې وکړې.

ورپسې د یادې پروژې د مالوماتو راټولو افسرانو ښاغلي خېبر امیري او ښاغلي سید محمود سادات د پروژې په اهميت او د آزموينې د څرنګوالي په اړه له ګډونوالو سره خپل مالومات شريک کړل او د شفافیت ډاډ یې ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې تحريري آزموينې لپاره د بامیان ولايت د مرکز په ګډون د ۸ ولسوالیو، لنډ مهاله سرويرانو د استخدام لپاره ۲۳۰ تنو د آزموينې فورمې ډکې کړې وې، چې ۷۲ تنه د تحريري آزموينې لپاره شارټ لیست شوي وو، او په پوره شفافيت سره د ازموينې د کمېټې او له کابل څخه د تللي پلاوې په موجوديت کې له ټولو ګډون کوونکو څخه تحريري آزموينه واخېستل شوه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu