افغانان به د خپلو امنيتي ځواکونو اتلولي هېڅکله هم هېره نه کړي!

mobta-af
Sun, Jul 04 2021 9:59 AM
mobta

د هېواد د وياړلي ملي امنيتي ځواکونو منسوب مېرويس تېره شپه د هرات ولايت د غوريانو په ولسوالۍ کې په چاودېدونکو توکو بار د ترهګرو يو موټر هدف ته له رسېدو مخکې په نښه او له منځه يووړ .

اتل مېرويس په داسې حال کې چې پوهېده دغه اقدام يې ژوند ګواښي خو له خپلې خاورې او خلکو سره د ده بې سارې مينې او د خپلو هېوادوالو ژوند ته د ارزښت ورکولو په خاطر يې سخت مقاومت وکړ او د خپلې پاکې وينې په بيه يې مکار دښمن پرې نه ښود، چې خپلې ناروا موخې ته ورسېږي.

د سرحدونو اوقبايلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې د ملي امنيتي ځواکونو د دغه زړه ور او په هېواد مين منسوب اتلولي ستایي، خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې افغانان د دغه شان زړه ورو او سرښندونکو منسوبينو په لرلو سره به تل د ترهګرو په وړاندې د اوسپنيز سپر په شان ولاړ وي.

ژوندي او سرلوړي دې وي زموږ د ملي امنيتي ځواکونو زړه ور اتلان

محب الله صميم

د سرحدونو او قبايلو چارو وزیر

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu