د تدارکاتو نوي سرپرست رئیس په کار پیل وکړ !

mobta-af
Tue, Jun 01 2021 2:44 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تدارکاتو نوي سرپرست رئیس ښاغلي محمد رسول ظاهري ، چې د وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ د دغه وزارت د تدارکاتو رئیس په توګه ټاکل شوی دی. د یوي غونډې په ترځ کې د وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شواو په کاریې پیل وکړ.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د معرفي په دې غونډه کې وویل : ښاغلي محمد رسول ظاهري د اقصاد په برخه کې لیسانس او ماستري یې هم کابو بشپړه کړې ده ، د تدارکاتو په برخه کې لس کلنه تجربه لري او یو ژمن او متعهد شخص دی.

ښاغلي صمیم د تدارکاتو برخه ډېره مهمه وبلله، له همدې امله یې په شفافیت او جدي نظارت ټینګار وکړ. ښاغلي ظاهري ته یې د ټاکل کېدوله امله مبارکي وویله، له همکارانو یې وغوښتل، چې همکاري ورسره وکړي.

mobta

دغه راز ښاغلي صمیم تېره ورځ د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر ته د وزارت د روان مالي کال د فعالیتونو په اړه د رپوټ وړاندې کولو خبرورکړ وې ویل: چې ولسمشر د رپوټ په اورېدو خوښي او رضایت څرګند کړ او دغه راز یې د وزارت لخوا په بېلابېلو برخو کې د کارد بهبود په پاروړاندې شوي وړاندیزونه ومنل. له خپلو همکارانو یې وغوښتل چې خپلې چارې د نافذه قوانینو په رڼا کې په فعال ډول مخ ته یوسي او هغه مسولیتونه چې د خپلو خلکو په وړاندې لري په ښه توګه ترسره کړي.

دغه راز ښاغلي ظاهري هم د هېواد ولسمشر او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر له باور او اعتماد څخه مننه وکړه او د شفافیت په پام کې نیولو سره یې د چارو د ښه ترسره کولو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu