د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت رهبري سره د جمهوررئیس ناسته

mobta-af
Tue, Jun 01 2021 9:25 AM
mobta

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت رهبري پلاوي سره په ناسته کې، د دغه وزارت د کړنو او فعالیتونو راپور واورېد.

په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د یاد وزارت د چارو او فعالیتونو راپور وړاندې کولو پر مهال په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

mobta

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، همغږي، انسجام، په ولایتونو کې د قومي شوراګانو او د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د ملي یووالي تحکیم له مهمو مسایلو څخه دي چې باید پاملرنه ورته وشي.

جمهوررئیس د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت رهبري پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د دغه وزارت اړوندو ښوونځیو زدکوونکو د بدل اعاشې زیاتوالي او دوی ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي.

ARG - ارگ 

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu