د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او له پوهنې څخه د ملاتړ ایتلاف ترمنځ د ګدو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

mobta-af
Thu, May 20 2021 8:41 AM
mobta

دغه هوکړه لیک نن د وزارت د ښوونې او روزنې د رییس محمد نبي شهاب او د یاد ایتلاف د مشر ترمنځ د وزارت د مسلکی معین ښاغلي محمد اصف ننګ په حضور کې لاسلیک شو!

د یاد هوکړه لیک له مخې به د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوندو تعلیمي مرکزونو کې د زده کوونکو او محصلانو لپاره د ظرفیت لوړونې په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي او دغه راز د ښوونکو لپاره د ظرفیتونو د پراختیا لنډ مهاله کورسونه او سیمینارونه جوړ شي.

د هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال مسلکي معین ښاغلي ننګ له پوهنې څخه د ملاتړ ایتلاف څخه مننه وکړه، چې له وزارت سره یې دغه شان هوکړه لیک لاسلیک کړ او دا کار يې د وزارت اړوندو تعلیمي نهادونو زده کوونکو او ښوونکو لپاره مهم وباله.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu