په غزني کې يو شمېر سيمه ايزو چارواکو، علمي شخصيتونو او قومي مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې د سرحدونو او قبايلو چارو له وزير سره د حل په موخه شرېکې کړې!

mobta-af
Mon, May 17 2021 10:24 AM
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم نن غزني ولايت کې د خپلو لیدنو کتنو په دوام له يو شمېر دولتي چارواکو، قومي مشرانو او علمي شخصيتونو سره وکتل او د هغوی ستونزې، وړانديزونه او غوښتنې له نږدې واورېدې.

يادو مشرانو د يو لړ ستونزو شريکولو ترڅنګ د خپلو علمي او فرهنګي فعاليتونو په اړه معلومات وړاندى او غزني ولايت ته يې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير ښاغلي محب الله صميم سفر څخه مننه وکړه، چې ددوى ستونزې يې له نږدې واورېدې او خلکو ته يې مثبته روحيه ورکړه.

ورپسې ښاغلې محب الله صميم د نوموړو له ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وويل دا هېواد د ټولو افغانانو شرېک کور دى او په ساتنه کې يې بايد له يو بل سره همکار واوسو.

دغه راز د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ټينکار وکړ، چې د وسله والو مخالفينو ناوړه او منفي تبليغات نه شي کولای د افغانانو په تېره بيا د ملي امنیتي - ځواکونو روحيه او مورال کمزوری کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu