په غزني کې ددغه ولايت د نواباد خلکو سرتاسري او ځوانانو شورا له مشر او غړو سره ناسته!

mobta-af
Mon, May 17 2021 10:21 AM
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محب الله صميم غزني ته د خپل رسمي په دوام نن ماښام د يادې شورا له مشر ښاغلي غلام حسين عطايي او غړو سره وکتل او د دوى ستونرې يې له نږدې واورېدې.

په دې کتنه کې لومړى د سرحدونو او قبايلو چارو وزير د افغانستان د جمهور رئيس جلالتماب محمد اشرف غني نېکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل او يادو مشرانو ته يې د نيک مرغه کوچني اختر مبارکي وويله.

ښاغلي صميم دغه راز ياد ولايت ته خپل رسمي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل، وې ويل: داسې تبليغات وو، چې ګواکې د غزني ولايت امنيت د ډاډ وړ نه دى، خو موږ او تاسو وينو، چې امنيتي وضعيت ښه دی زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه په هر ډول شرايطو کې له دې خاورې او خلکو دفاع او ساتلو ته چمتو دي.

نوموړي دغه راز وويل: بشپړ باور لرم، چې ستاشو مشرانو او ځوانانو په سلامشورو سره به وکولى شو، د دښمن د ناوړه تبليغاتو او شومو اهدافو مخه ونيسو.

ورپسې يادو قومي مشرانو او ځوانانو هم خبرې وکړې او غزني ولايت ته يې د سرحدونو او فبايلو چارو د وزير سفر مهم او پرځای وباله او د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو او نظام څخه يې بشپړ ملانړ څرګند کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu