په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د ښه تطبیق لپاره د قومي مشرانو او مخورو رول له ارزښته ډک دی!

mobta-af
Tue, Mar 02 2021 11:56 AM
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره د کتنې پر مهال وکړې.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې چې د روغتیا، پوهنې پراختیایي پروژو د تطبیق او ورته نور برخو کې وې د حل په موخه یې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې، دوی دغه راز له جمهوریت، نظام او د حکومت له برنامو څخه په خپلو سیمو کې د ملاتړ ډاډ ورکړ زیاته یې کړه: موږ چمتو یو چې په خپلو سیمو کې د پراختیایي پروژو د ښه تطیبق لپاره ولسي نظارت وکړو او د حکومت د برنامو ملاتړ لپاره ولسونه وهڅوو.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د پکتیکا ویاړلیو ولسونو د سرحدونو په ساتنه، د نظام ملاتړ، د حکومت له برنامو څخه د ولسي ملاتړ په برخو کې تل قرباني ورکړې، چې موږ قدرداني کوو.

دغه راز ښاغلي صمیم زیاته کړه: په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د ښه تطبیق لپاره د قومي مشرانو رول له ارزښته ډک دی، همدا تاسو مشران یاست چې ولسونو ته په دې برخو کې عامه پوهاوی ورکوی او د بنسټیزو پروژو پر اهمیت یې پوهوئ په پای کې ښاغلي صمیم دوی ته ډاډ ورکړ، چې شته سیمه ییزې ستونزو به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu