د سولې جوړونې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ!

mobta-af
Mon, Mar 01 2021 9:41 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په همغږۍ د سولې جوړونې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیالانو، کارکوونکو او دغه راز د سولې چارو وزارت استازو ګډون کړی و.

په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د سولې په برخه کې د وزارت د رول په اړه چې له قومونو، مشرانو، مخورو او قومي شوراګانو سره نږدې اړیکې لري دغه راز د جرګو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، د سولې چارو له وزارت سره یې د سولې په اړه د همغږو هڅو ډاډ‌ ورکړ وې ویل: جګړه د حل لار نه ده خلک له جګړو ستړي شوي دي، ټول باعزته سوله غواړي هغه سوله چې په هغې کې زموږ ارزښتونه او د جمهوریت په اډانه کې شل کلنې لاسته راوړنې وساتل شي.

دغه راز د سولې چارو وزارت استازي دکتور میرویس څرګند کوچي د سولې چارو وزارت د دندو په څرنګوالي خبرې وکړې سوله یې یو ملي بهیر یاد کړ وې ویل: سوله زغم او حوصله غواړي، پالیسي مو د هېواد او ولس د شل کلنو لاسته راوړنو ساتل دي، غواړو چې د یوې قوي سولې لپاره کار وکړو نه د کمزورې سولې لپاره.

د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي هم د جینوا دتعهداتو ، د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق لیک او کولمبیا هېواد د تجربې په اړه د څېړنې خبره وکړه، چې د سولې له وزارت سره به یې شریک کړي، ټینګار یې وکړ، چې موږ افغانان سره وروڼه یو او باید دایمی او مثبتی سولې ته چی د هر افغان او مسلمان هیله ده ورسیږو ځکه په سوله کی خیر او دالله (ج) رضا نغښتی ده.

دغه راز ښاغلي استاد اعتمادي د ښې حکومتولۍ مطالعاتو انیستیتوت او په هغې کې د سولې او امنیت ډيپارټمنټ په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: چې ښه حکومتولي له سولې پرته ناشونې ده.

د ورکشاپ په وروستیو کې استاد عبدالناصر پولاد د شخړو د حل، د سولې په اړه د ذهنیت جوړونې، تاوتریخوالي برخو کې پرېزېنټېشن وړاندې کړ او د نظرونو تبادله وشوه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu