د کب نهمې، د هېواد د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارزښتناکې ملي ورځې په ویاړ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پیغام!

mobta-af
Sat, Feb 27 2021 9:34 AM
mobta

د کب نهمې، د هېواد د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارزښتناکې ملي ورځې په ویاړ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پیغام!، ځمکنۍ بشپړتیا او خپل ولس څخه په مېړانه دفاع اوساتنه کړې، د خپل ولس له پوره باور او ملاتړڅخه، چې په تودو لیکو کې د دوی سرښندوونکي بچیان ولاړ دي، برخمنه ده.

دغو اتلو او پرهېواد مینو ځواکونو هغه مهال خپل جګړییز لوړ مورال او وړتیا ثابته کړه، چې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې شته اندېښنو او ګواښونو ته په خپلواکه توګه ځواب ووایه.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت همیشه په بېلابېلو ولایتونو کې د هېواد د زړه ورو امنیتي او دفاعي ځواکنو د ملاتړ په موخه درنې قومي غونډې جوړې کړې او د هېواد مختلفو قومونو د جرګو له لارې له خپلو ملي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړې او درنو قومونو ژمنه کړې، چې خپلو اتلانو سره به اوږده په اوږده له موجوده نظام څخه دفاع اود هېواد ملي ګټې خوندي کوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارزښتناکې ورځې له امله، چې د لومړي ځل لپاره د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د کب نهمه ونومول شوه خپلو سرښندونکو افسرانو، برید ملانو او سرتیروته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي او د غوڅ ملاتړ ترڅنګ د امنیتي چارو په ترسره کولو کې د دوی د بریا دعا کوي او ژمنه کوي، چې د هېواد بېلا بېل قومونه د جرګو له لارې د خپلو سیمو په ساتلو کې د وسله وال پوځ سره پرله پسې همکارۍ ته هڅوي او همیشنی وړاندیز به یې په پرمختللو وسلو د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سمبالول، پیاوړي کول او دوی ته د ژوندانه په چاروکې د اسانتیاوو برابرول وي.

ژوندي دي وي د وسله وال پوځ پرهېواد مین منسوبین.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu