قومي مشران او مخور باید د ملي یووالي لیکې پیاوړې او په دې برخه کې له دولت سره اوږه په اوږه کار وکړي!

mobta-af
Wed, Feb 24 2021 2:29 PM
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د نیمروز ولایت د خلکو له استازې اغلې فریدې حمیدي او د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره په کتنه کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو او ځوانانو خپلې یو لړ غوښتنې او سیمه ییزې ستونزې، چې په ځانګړي توګه د ښوونې او روزنې په برخه کې وې شریکې کړې او په بېلابېلو برخو کې د وزارت هڅې او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.

mobta

دغه راز د خلکو استازې او قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د موجوده نظام په ملاتړ د ولسونو د هڅولو او له وزارت سره د دوی د همغږي کولو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو قومي مشرانو او ځوانانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: د ولسونو ملاتړ او همکاري د نظام د لا پیاوړتیا لامل کېږي، ځکه چې خلک اوس د نظام په ارزښت ښه پوهیږي او د هېواد او خلکو په ګټه یې بولي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې د خلکو له استازو او قومي مشرانو مو غوښتنه داده، چې همداسې په یو واحد صف اوسئ او ولسونه ملی یووالي ته وهڅوي او د دوی ترمنځ د سولې فضا پیاوړې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu