د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځ په مناسبت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پيغام!

mobta-af
Mon, Feb 22 2021 9:42 AM
مورنی

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت تر هر څه نه مخکې د مورنۍ ژبې نړیوالی ورځې له امله ټولو درنو هېوادوالو ته مبارکي وايي.

دغه ورځ، چې هرکال د فبرورۍ په یوويشتمه نېټه لمانځل کېږي، له همدې ورځې نه په استفادې سره له لیکوالانو او ژباړونکو څخه دا هیله کوو، چې د خپلو مورنیو ژبو د علمي بډاینې لپاره لیکنې او علمي آثار وژباړي، ځکه د همدې ورځې د لمانځنې موخه دا ده، چې موږ فرهنګي او ژبنۍ تنوع ته د قدر په سترګه وګورو او درنښت یې وکړو،.

وزارت دغه راز پر مخالفينو غږ کوي، چې نور دې جګړه او روانه افغان وژنه ودروي اوربند ته دې غاړه کېږدي تر څو زموږ د هېواد ماشومان او ځوان نسل په خپلې مورنۍ ژبې زده کړې وکړي او په راتلونکي کې د خپلو مورنیو ژبو د علمي بډاینې او دغه راز د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره عملي کار وکړي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu