د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو د شينوارو قوم له مشرانو او مخورو سره لیدنه!

mobta-af
Sat, Feb 13 2021 10:02 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صميم نن جمعه د ننګرهار د شپږو ولسواليو د شينوارو قوم له مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې د ننګرهار په غني خېلو، اچین، نازیانو، دور بابا، سپین غر او هسکې مینې کې مېشتو شينوارو مخورو او مشرانو ګډون درلود، په یاد ولایت کې د ثبات، امن او د سولې د ټينګښت په باب خبرې وشوې.

د شینوارو قومي مشرانو مننه وکړه، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر له قومونو سره له نږدې کار کوي دی او د افغانستان د امن او ثبات لپاره هلې ځلې کوي. دوی له خپل لوري ډاډ ورکړ چې د هر ملي پروګرام په تطبیق کې به له دولت سره همکاري کوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم په دې غونډه کې وویل، چې شینوارو د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو او د خاورې د دفاع په خاطر ډېرې قربانۍ ورکړې دي او دولت ورته د قدر په سترګه ګوري.

ښاغلي صمیم زیاته کړه ، چې دی به هڅه وکړي د قومونو ترمنځ اتحاد او اتفاق پیاوړی کړي‌ او له دولت سره یې لا ډېر نږدې کړي چې په دې توګه هېواد ته د ګواښونو او خطرونو مخه ونيسي او شته ستونزې هوارې کړي

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu