د هېواد د مغلو سرتاسري شورا له مشر او غړو سره کتنه!

mobta-af
Sat, Feb 13 2021 9:58 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د افغانستان مغلو قوم د سرتاسري شورا له مشر استاد غلام سخي مصرف مغل او غړو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې راغلو مشرانو، د قومونو د انسجام او ملي یووالي په ټینګښت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایلې، نوموړو دغه راز د نظام د ملاتړ ترڅنګ په بېلابېلو برخو، په تېره بیا په الکترونیکي پېژندپاڼو کې د قومیت د ذکر کولو، ښوونې او روزنې، وزګارتیا، د تاریخي آثارو د خوندیتوب په برخو کې یو لړ ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې. وې ویل: چې د مغلو قوم د نورو قومونو په شان د هېواد د ملي ګټو او خاورې څخه دفاع کړې دغه شورا په ۲۴ ولایتونو کې په فعاليتونو بوخته ده، له وزارت څخه مو غوښتنه داده چې ستونزې مو د هوارولو په موخه له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.

نوموړو دغه راز د سولې له روان بهېر څخه ملاتړ څرګند کړ او په یوه غږ یې وویل، چې طالبان باید اوربند ته چې د ټولو ځوریدلو افغانانو اساسي غوښتنه ده، لبیک ووايي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم له نظام څخه د دوې ملاتړ وستایه وې وویل: په اوس وخت کې افغانستان له هرڅه نه زیات د اوربند د ټینګښت ، د جمهوریت پایښت او د ولسونو او قومونو انسجام ته اړتیا لري موږ او تاسې په ګډه کولې شو، چې په دغو برخو کې رغنده رول ولوبوو.

ښاغلي صمیم دغه راز د نوموړو ستونزې پر ځای وبللې زیاته یې کړه: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو مېشتو درنو قومونو ګډ کوردی، دغه راز یې یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu