په ملي یووالي ټینګار!

mobta-af
Mon, Jan 25 2021 9:46 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د پکتیکا او فاریاب ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د وزارت د کنفراسونو په تالار کې وکتل.

ښاغلي محب الله صمیم په دې کتنه کې د شخړو په حل او د قومونو په یووالي او نږدې والي کې د قومي مشرانو رول ارزښتناک وباله وې ویل: چې په دې برخه کې به انشالله یو د بل په مرسته ګډ کارکوو او خپلې سلا مشورې او نظرونه به سره شریکوو، له تاسو قومي مشرانو څخه مو غوښتنه داده، چې په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د ټینګښت لپاره، چې په هغې کې د خلکو حقوق او ارزښتونه خوندي وي غږ اوچت کړئ او د خپل موجوده نظام ملاتړ ته ولسونه وهڅوئ .

mobta

دغه راز ښاغلي صمیم په ملي یووالي او د قومي مشرانو او مخورو سره په سلامشور ټینګار وکړ.

ورپسې قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو هم د ملي یووالي او سولې د ټینګښت په برخه کې د هڅو ژمنه وکړه د سولې له روان بهیر څخه یې ملاتړ څرګند او په هېواد کې یې د تلپاتې اوربند غوښتنه وکړه.

دوی دغه راز د سولې، نظام د پایښت او د تلپاتې اوربند ټینګښت په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu