د هلمند ولایت د خلکو عالي شورا له مشرتابه سره ناسته!

mobta-af
Wed, Jan 20 2021 10:02 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی محب الله صمیم نن مازدیګر د هلمند ولایت د خلکو عالي شورا له مشرتابه ښاغلي عبیدالله زیارمل او د یاد ولایت د ولسونو حقوقو اجرائیوي بورد له مشر ښاغلي حاجي علاوالدین بادیزي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د شورا د کړنو او فعالیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د هلمند ولایت د قومي مشرانو او مخورو ستونزو شریکولو ترڅنګ یې د وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د تل په څېر د وزارت په غونډو او جرګو کې دوی ته ونډه ورکړل شي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې او د راغلو مشرانو ستونزې یې پر ځای وبللې وې ویل: هلمند د هېواد یو مهم او لوی ولایت دی، چې خلکو یې تل د نظام د پایښت او د هېواد په آبادې کې هلې کړي دي هیله مو داده، چې تاسو قومي مشران د تلپاتې اوربند او باعزته سولې د ټینګښت په برخه کې خپل غږ اوچت کړئ او ولسونه ملي یووالي ته راوبولئ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu