خپل مسؤلیت بولم، چې تاسو معلولو وروڼو ته داسې بستر رامنځته کړم، چې هم ځان او هم نورو ته د خدمت جوګه شئ!

mobta-af
Sat, Jan 02 2021 9:24 AM
mobta

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم له معلولیت لرونکو کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال وکړه.

په یاده لیدنه کې، چې د معلولیت لرونکو افرادو د درنښت په مناسبت نن پنجشنبې د مرغومې میاشتې پر ۱۱ مه نېټه جوړه شوې وه د سرحدونو او قبایل چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، معین صاحبانو، یو شمېر رئيسانو او معلولیت لرونکو کارکوونکو ګډون کړی و.

ښاغلي صمیم په خپلو خبرو کې معلولیت او قربانۍ د روانې جګړې زېږېدونکي ستونزې وبللې هیله یې څرګنده کړه، چې هېواد کې جګړه بنده او ولس یې نور له ستونزو وژغورل شي.

دغه راز یې معلولینو ته په خطاب کې وویل: که د بدن غړي مو له لاسه ورکړي، خو ناتوانه نه یاست، معلولیت ناتواني نه ده تاسو ددې وړتیا او ځواک لرئ چې هره چاره په ښه شان پرمخ یوسئ او له دې وړتیا څخه باید استفاده وکړئ، دولت مسؤلیت لري چې تاسو ته اسانتیاوې برابرې کړي موږ به داسې بستر درته رامنځته کړو، چې هم ځان او هم نورو ته کار وکړئ او دا باور باید پر ځان ولرئ.

mobta

ښاغلي محب الله صمیم همدا راز له عامه خلکو وغوښتل، چې له مادي او معنوي پلوه معلولیت ته پاملرنه او لاسنیوی یې وکړي، په سودا ګرۍ او نورو برخو کې ورته د کار زمینه برابره همدا راز یې د بچیانو سره د زده کړې په برخه کې همکاري وکړي.

دغه راز د معلولینو په استازولۍ ښاغلي احمد ګل د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر څخه، چې دوی ته یې د دې ورځې په یادولو سره معنوي ځواک ورکړ خوښي څرګنده کړه او یو لړ ستونزې او وړاندیزونه یې له وزیر صاحب سره د حل په موخه شریک کړل.

په پای کې ښاغلي صمیم د وزارت د معلولیت لرونكو کارکوونکو د وړاندیزونو او غوښتنو د حل ژمنه وکړه او دغه راز یې په ستایلینکونو او نقدي مکافاتو ونازول.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu