د افغانستان د بلوڅو قوم سرتاسري شورا له مشر او غړو سره کتنه!

mobta-af
Sat, Dec 12 2020 9:37 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د افغانستان د بلوڅو قوم سرتاسري شورا له مشر، غړو او د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې بلوڅو قومي مشرانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې تل یې د قومونو د انسجام او د اړیکو د پياوړي کولو په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړي.

دغه راز د یادې شورا مشر له موجوده نظام څخه د بشپړ ملاتړ په ترڅ کې وویل: وزارت تل دوی ته د ملي او فرهنګي ورځو د لمانځلو په برخه کې ونډه ورکړې او ستونزو ته یې پر وخت رسیدنه شوې ده.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو ستونزې پرځای وبللې وې ویل: دا په ډاګه ده، چې بلوڅ قوم د تاریخ په اوږدو کې د نورو قومونو په څېر د خپل هېواد څخه په مېړانه دفاع کړې او تل یې په ملي مسایلو کې برخه اخیستې ده، زه به ستاسو درنو مشرانو ستونزې د حل په موخه تر اړوندو ادارو پورې ورسوم او په ګډه به ورته د حل لارې چارې پیدا کړو.

 

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu