په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت د خلکو له استازي سره کتنه!

mobta-af
Wed, Nov 25 2020 2:01 PM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت د خلکو له استازي ښاغلي اسماعیل اتیکان سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د خلکو استازي د قومونو په یووالي او انسجام کې د وزارت رول مهم یاد کړ وې ویل: موږ به د خپلو خلکو د استازو په توګه د سرحدونو او قبایلو چارو له وزارت سره د قومونو د اړیکو په پراختیا، د ملي پروژو په تطبیق، د سولې او ثبات په برخه کې هڅو او همکارۍ ته ولسونه راوبولو، ځکه چې دولتونه کولای شي د خپلو ولسونو پر مټ ملي موخې تر لاسه کړي او ملي واکمنۍ پیاوړې کړي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم پخپلو خبرو کې د یاد ولایت د خلکو استازي له هېوادني احساس څخه مننه وکړه وې ویل: موږ د پتمنو قومونو د یووالي غوښتونکي یو او دا زموږ مسوولیت دی، چې د خپلو خلکو لپاره کار او ګډې هڅې ترسره کړو ده همدا راز زیاته کړه، چې ستاسو په شان استازي کولای شې، چې د ملت او دولت ترمنځ د باور فضا رامنځنه کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu