د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو او مخوور سره کتنه!

mobta-af
Tue, Nov 24 2020 1:01 PM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د بادغیس، فراه، نیمروز او هرات ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د ملي پروژو د پلي کولو، قومونو د انسجام، سولې او ملي یووالي د ټینګښت او په بېلابېلو ولایتونو کې د نظام په ملاتړ د جرګو جوړولو برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د خپلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د راغلو قومي مشرانو او مخورو ستونزې پر ځای وبللې او د حل په موخه یې ډاډ ورکړ، دغه راز یې د دوی له هېوادني احساس څخه د مننې په ترڅ کې په بېلابېلو ملي مسایلو کې د قومي مشرانو ونډه له ارزښته ډکه یاده کړه او په ګډو هلو ځلو او سلامشور یې ټینګار وکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu