د وزارت اړوند رحمن بابا عالي لېسه کې د قرآن عظيم الشان ختم او د څه باندې ۳۰۰ تنو زده کوونکو څخه د سیرة النبي (ص) ازموینه واخیستل شوه.

mobta-af
Sat, Oct 31 2020 10:42 AM
mobta

 

سیالۍ د قرآن مجید د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د رحمن بابا عالي لېسې آمر ښاغلي محمد عمر معصومي ګډونوالو ته د سیالۍ په اړه لازم معلومات ورکړل، د بشریت د ستر لارښود حضرت نبي کریم (ص) د مبارک سیرت د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې او د دا ډول سیالیو په لاره اچول یې د زده کوونکو د دیني معلوماتو د زیاتېدو، زده کړو ته د زده کوونکو د هڅوونې او د زده کوونکو د ذهني ودې د پراختیا لامل وبلل او د خبرو په پای کې د دې سیالۍ د جوړونکو د هلو ځلو او هڅو څخه مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې ددې سیالۍ پایلې به د راتلونکې شنبې په ورځ په یوه پرتمینه غونډه کې اعلان شي او د لوړو نومرو اخیستونکو زده کوونکو ته به د هغوی د هڅونې، تشویق او ستاینې په موخه به بېلابېلې ډالۍ د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مقام او لېسې د ادارې له خوا ورکړل شي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu