په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو او له یو شمېر قومي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
Sat, Oct 17 2020 10:08 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په ولسي جرګه کې د بادغیس او غور ولایتونو د خلکو له استازو ښاغلي ضیاالدین اکازي، آغلې فاطمې کوهستانۍ، د کنړ پوهنتون له علمي مرستیال ښاغلي میرویس ستانکزي او له یو شمېر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو استازو او مشرانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د سولې د ټینګښت، د جرګو جوړولو، د ناامنو سیمو ځوانانو ته د زده کړو زمينو برابرولو او د قومونو د انسجام په برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې او د خپلو همکاریو ډاډ یې وکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د نوموړو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او د دوی له هېوادني احساس څخه یې مننه وکړه وې ویل: ډاډمن یم، چې د ستاسو درنو مشرانو په سلامشورو سره به خپلو هېواد والو ته د خدمت جوګه شم او ستونزو ته به مو حل لارې پیدا کړم.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu