د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ د وزارت د مرستیالانو او چارواکو په ګډون نن یکشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر۲۰ نېټه اداري مجلس جوړ شو!

mobta-af
Mon, Oct 12 2020 9:21 AM
mobta

 

د اداري مجلس په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محب الله صمیم ننګرهار ولایت ته د خپل سفر او د سفر په ترڅ کې د ننګرهار له والي، د غني خېلو په پېښه کې د شهیدانو او ټپیانو د کورنۍ له غړو او خپلوانو سره د کتنې او د قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو په ګډون د یوې جرګې په اړه معلومات وړاندې کړل، وې ویل: زموږ مشران ډېر غیرتي او باعزته خلک دي، هریو هڅه کوي، چې د سولې په بهیر کې خپله همکاري وښیي او له حکومت څخه ملاتړ وکړي، موږ هم باید د دوی قدر وکړو، په غم او ښادۍ کې ورسره شریک شو او ستونزو ته یې حل لارې پیدا کړو.

ښاغلي صمیم د خپلو خبرو په دوام د خلکو غوښتنې مهمې وګڼلې او دغو غوښتنو ته یې د رسیدګۍ له پاره اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړې. همدا راز د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس هم د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د پراخه جوړې شوې جرګې په اړه خبرې وکړې او د ننګرهار خلکو له عزت دارۍ څخه یې مننه وکړه، همدا راز یې د ځېنو پروګرامونو د جوړولو لپاره د امکاناتو وړاندیز درلودلو، چې په دې اړه ښاغلي صمیم او د اداري مجلس ګډونوالو پر وخت د امکاناتو په برابرولو ټینګار وکړ.

همدا راز د تدارکاتو رييس اداري ستونزې بیان کړي او اداري او خدماتو رئیس د وزارت د اوومې ګڼې مصوبې د شپږمې مادې پرېکړو پر بنسټ د شته دیتابیس، د کړنو د څرنګوالي، د وزارت د پخلنځي بیا فعالولو وړاندیز او اړتیاوو په اړه یې معلومات وړاندې کړل .

په یادو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث او لازمې پرېکړې وشوې او اړوندو ریاستونو ته یې په اړه سپارښتنې وشوې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu