د خوشال خان لېسې له تدریسي او اداري چارو څخه لیدنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۶ مه نېټه د خوشال خان لېسې له تدریسي اواداري چارو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، چې د وزارت مالي او حسابي ریاست سرپرست ښاغلي حمیدالله بارکزي، د ولایتونو سره د اړیکو ریاست وارسي کوونکي ښاغلي حمیدالله خېبر او د رحمان بابا د لېسې امر ښاغلي معصومي یې ملتیا کوله، مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د یادې لېسې د تدریسي، لیلیو خونو، پخلنځي او نورو بېلابېلو برخو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل: د تیر په څېر هڅه مو داده، چې د وزارت اړوند لېسو ته دې غوره خدمتونه وړاندې شي، ترڅو د ناامنو سیمو ځوانانو ته د زده کړې ښه فضا رامنځته کړو.
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ، چې د زده کوونکو د خوړو او زده کړې کیفیت ته دې د تل په څېر پاملرنه وشي او په دې برخه کې دې اړوند ریاستونه خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
همدا راز ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د ۱۲ ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور ازمویني د چمتوالي په برخه کې د پلان جوړولو، ترڅنګ له زده کوونکو وغوښتل، چې خپلو زده کړو ته دې پام وکړي او د خپلو استادانو احترام دې ولري.