د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

جمعه ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له يو شمېر قبايلي سيمو د زده کوونکو او فارغانو څخه د کابل ،ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ځينو پوهنځيو ته د جذب په موخه د کانکور ازموینه نن سهار د کابل په پوهنتون کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لوړ رتبه هيئت په حضور کې واخیستل شوه.
په دغه ازموینه کې ۵۳۳ ګډونوالو د خپلې خوښې بېلابېلو پوهنځيو ته د جذب په موخه برخه اخیستې وه، چې د خپل استعداد او ترلاسه کېدونکو نمرو په اساس به د هېواد معتبرو پوهنتونونو ته لار پيدا کړي، چې پکې به د طب، انجنیري، کمپیوتر ساینس، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو ته بریالي ور وپېژندل شي، د دغه ازموينې پایلې به د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزارت له ویب پاڼې او نورو رسمي ادرسونو څخه نشر شي.
د یادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت همېشنۍ هڅه او کوښښ همدا دی، چې د هېواد د لرې پرتو او سرحدي سیمو زده کوونکو او زده کړیالانو ته د زده کړي سالم چاپیریال رامنځته کړي او د خپلو ښوونیزو مرکزونو له لوري د دوی په سالمه ښوونه او روزنه کې د هېواد جوړونې ونډه ترسره کړي.