باميان ولايت کې ولسي شخړې پای وموند

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۲۰
شخړه

 

دوشنبه ۲۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر حافظ محب‌ الله سجاد د ياد ولايت د والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي په حضور کې، چې مل پلاوي يې ملتا کوله د دغه ولايت پنجاب ولسوالۍ ته د يوې قومي شخړې د حل په موخه سفر وکړ.

په ياده ولسوالۍ کې څه موده وړاندي د ځايي خلکو ترمنځ د حيواني څړځايونو پرسر رامنځته شوې شخړه، چې دواړو لورو ته پکې د ګڼو مالي تاوانونو سربېره څو تنه ټپيان شوی وو، او له کبله يي لويي قومي ستونزي او اختلافات راپيدا کړي وو، د مسؤلينو له خوا حل او ښکېلو اړخونو سوله ييز ژوند غوره کړ.

د دغه شخړې د هوارې پرمهال د اسلامي امارت مشرانو په خپلو خبرو کې د سولې، عفوې او يو بل منلو په تړاو هر اړخېزې ويناوې وکړې او له ولسونو يي وغوښتل، چې د دښمنيو پرځای دې يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۲۰
Background image

باميان ولايت کې ولسي شخړې پای وموند

 

دوشنبه ۲۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر حافظ محب‌ الله سجاد د ياد ولايت د والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي په حضور کې، چې مل پلاوي يې ملتا کوله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۸:۳۷
Background image

د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

 

جمعه ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له يو شمېر قبايلي سيمو د زده کوونکو او فارغانو څخه د کابل ،ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ځينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

په پلازمېنه کابل کې د خوشحال خان لېسې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو څارنه

 

چهارشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست يو لوړ رتبه هيئت د ياد وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسې د زده کوونکو څخه د څلورنيم مياشتنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu