د هېواد د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د وزارت افسران په فوق العاده رتبو وویاړل شول!

mobta-af
Mon, Sep 14 2020 3:08 PM
mobta

 

په همدې مناسبت د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مرسیتالانو ښاغلي ډاکټر محمد آصف قاضي زاده، ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي، ښاغلي شجاع الملک جلاله د مقام د دفتر رئيس ښاغلي نور آقا ناصري او د بشري زېرمو رئيس ښاغلي محمد یاسین پکتین په ګډون نن دوشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۲۴ مه نېټه جوړه شوې وه، د وزارت اړوند دوو افسرانو جګړن محمد اسماعیل ته د ډګرمنۍ او څارمن عبدالستار ته د سمونیارفوق العاده رتبې د هېواد د خپلواکۍ په مناسبت ورکړل شوې.

دغه فوق العادې رتبې د سرحدونو او قیایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو معینیت له خوا یې وړاندیز شوی و د وزارت د مقام له خوا منظورې او د سرحدي څېړنو د مرستیال ښاغلي ډ‌اکټر محمد آصف قاضي زاده له خوا د دوی په اوږو ولږول شوې.

همدا راز اړوند مسؤلینو د دوی د کارکړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او دوی یې د دې فوق العاده رتبو وړ افسران وبلل او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu