په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د خلکو له استازي سره کتنه!

mobta-af
Sat, Sep 05 2020 12:41 PM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د خلکو له استازي ښاغلي کمال ناصر اصولي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلی محمد نبي شهاب هم حاضر و، دواړو خواوو د سولې په ټینګښت، د وزارت په اړوند لېسو کې د لرو او پرتو سیمو د زده کوونکو د جذبولو او په یو لړ نورو ملي مسایلو بحث او خبرو کولو ترڅنګ، ښاغلي کمال ناصر اصولي د نوي افغانستان د بنسټګر ارواښاد احمد شاه بابا انځورونه ښاغلي بارکزي ته ډالۍ کړل، چې د ښاغلي بارکزي له خوا په ورین تندي ومنل شول.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu