د جنوب لوېدېځې حوزې له یو شمیر قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
Mon, Aug 31 2020 9:57 AM
mobta

 

د تېرو غونډو په دوام د جنوب لوېدېځې حوزې یو شمېر متنفذینو او مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي سره په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي معین ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی هم حاضر و، پخپل استوګنځي کې وکتل.

په ياده غونډه کې محترم اسدالله وفا، محترم الحاج میرولي همت، محترم وکیل صاحب غلام ولي افغان، سناتور صاحب رحمت الله خان اڅکزى ، سناتور صاحب عبدالاحد خان، محترم خالد پښتون ، محترم الحاج مانع نصرت، د هلمند او ارزګان د ولایتي شورا ګانو درنو رئیسانو هر یو ښاغلي عطا الله افغان او امیر محمد بارکزي، جنرال عبدلوهاب صالح، الحاج محمد طیب، الحاج شاه محمد، حاجي خوشحال ، ډاکټر حضرت شاه بارکزي او ګڼو نورو مخورو شخصیتونو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د هېواد او په خاصه توګه د سهیل لویدیځې حوزې په ستونزو او د ټولو مېشتو قومونو د یووالي پر لارو چارو لازم بحثونه تر سره او د غونډو پر دوام ټینګار وشو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu