زمري(۲۸مه) هېواد د خپلواکۍ بېرته تر لاسه کولو( ۱۰۱) یو سلو يومه کاليزه کونړ ولايت کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.

mobta-af
Sat, Aug 22 2020 10:14 AM
mobta

ياد مراسم چې په څوکۍ ولسوالۍ کې تر سره شول د کونړ والي محمد اقبال(سعید) سربېره، د ولایتي شورا ريیس او غړيو، امنیتي مسوولینو، مشرانو جرګې غړي محمد طیب(عطاء)، د سرحدو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شجاع الملک جلاله خان، د ولايتي ادارې نږدې ټولو رييسانو، قومي مشرانو، ځوانانو، علماوو، امنیتي ځواکونو، مدني فعالانو، ښوونکيو او د ښوونځیو لسګونو زده کوونکيو برخه اخېستې وه.

همدا راز د يادو نمانځنو په دوام د کونړ ولايت سرحدونو او قبايلو چارو رياست په انګړ کې ملي بيرغ د سرحدو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شجاع الملک جلاله خان، د ياد رياست رييس استاد فريد الله(حسام)، قومي مشرانو، علماوو او د دې اداري کارکوونکيو په لاسونو پورته شو، ياده دې وي چې دا بيرغ د(۱۸) اتلس متره په لوړوالي، د خپلواکۍ بېرته تر لاسه کولو(۱۰۱) یو سلو يومې کالېزې په وياړ جوړ شوی چې د اسعد اباد ښار له ګڼو ځايونو ليدل کېږي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu