هلمند کي قومي مشرانو، ديني عالمانو اوځوانانو د مشورتي لويي جرګې د پريکړې ملاتړ وکړ!

mobta-af
Sat, Aug 15 2020 10:49 AM
mobta

د هلمند ګڼو قومي مشرانو، ديني عالمانواو ځوانانو د ۴۰۰ سوه طالب بنديانو د خلاصون او سولي په اړه د جوړي سوي مشورتي لويي جرګې د پرېکړي ملاتړ وکړ او دايي د افغانستان دخلکو په ګټه پرېګړه وبلله.

هغه غونډه کي چي د سرحدونواوقبایلوچارو ریاست کي جوړه سوې وه، د سرحدونواوقبایلو چارو رئيس نويدنظري، مولوي عبدالغفار، مولوي عبدالله فکور، قومي مشر حاجي عبدالعلي سروري، د اڅکزو شورا مشر حاجي احمدجان، د ازبکو شورا مشر عبدالرحيم یوسفي، او د ولسي ټولنیزي شورا مرستیال عصمت الله هڅاند خبري وکړې، او د د سولي مشورتي لويي جرګې دایریدل يې دسولي په راوستلو کي يو ګټور اقدام وباله.

وینا کوونکو د سولي په برخه کي د جمهور رئيس محمداشرف غني هڅي او دملي اجماع جوړولو کي يې د هغه بېساري اقدامات وستایل، او هیله یې وښوده چي د بین الافغاني خبرو اترو د پیل سره سم به طالبان اوربند او بیا دايمي سولي ته غاړه کښېږدي.

د سولي مشورتي لویه جرګه چي تېره اونی پیل سوه، د دريو ورځو وروسته يې جمهور رئيس ته د څلور سوه طالب بنديانو دخوشي کولو مشوره ورکړه، چي جمهور رئيس هم سولي ته د رسېدو لپاره د دې بنديانو دخلاصون فرمان امضا کړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu