د جلالتمأب ولسمشر د دفتر له رئيس سره کتنه!

mobta-af
Tue, Jun 16 2020 9:54 AM
 mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن دوشنبې د روان لمريز کال غبرګولي د میاشتې په27 مه نېټه د ولسمشر د دفتر له رئیس ښاغلي ډاکټر محمد شاکر کارګر سره وکتل. په دې کتنه کې ښاغلي کارګر په خپلو خبرو کې د سولې او ملي يووالي په ټينګښت، د قومونو د انسجام، او نورو اړوندو چارو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کړنې وستايلې او په بېلابېلو اړوندو چارو کې يې د هېواد د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني نظريات شريک کړل. همدا راز ښاغلي شېرزي په خپلو خبرو کې سوله د افغانانو اساسي اړتيا وبلله ټينګار يې وکړ، چې د جلالتماب ولسمشر نظرياتو او لارښوونو ته په پام سره به د سولې د ټينګښت، قومونو د انسجام او د افغانستان د لومړيتوبونو او ملي ګټو په تامينولو کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. همداراز دواړو لورو په هېواد کې د روان سياسي وضعيت په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu