ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه زموږ د خاورې ساتونکي دي موږ يې په کلکه ملاتړ کوو .

mobta-af
Tue, Feb 25 2020 9:21 AM
mobta

نيټه : دوشنبه د ١٣٩٨ کال د کب ٥
تر دې عنوان لاندي نن د پکتيکا ولايت د يحي خېلو ولسوالې کې سلګونه تنه قومي مشران ، علمأ ،ځوانان او مدني فعالان راټول شوي ؤ ، ياده غونډه چې له ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو(ملي اردو ، ملي پوليسو او ملي امنيت) څخه د ملاتړ په پار رابلل شوې وه، قومي مشرانو په وار سره په خپلو خبرو کې د بيلا بيلو قومونو په استازولۍ له امنيتي ځواکونو څخه په کلکه خپل ملاتړ څرګند کړ او زیاته يې کړه، موږ د خپلو سرتېرو چې شپه او ورځ زموږ د ولس په خدمت کې دي د ستړياو او زحمتونو قدر کوو او تر څنګ يې ولاړ ؤ ، همدارنګه قومي مشرانو وويل چې نن که موږ آرام او مصؤن ژوند لرو دا زموږ د زړورو سرتېرو د هڅو او زيار برکت دی ، دوی وویل چې د پکتيکا ولسونه به خپل تېر تاريخ ته په کتنې سره د تل په څېر د خپلو سرتېرو او خپل نظام تر څنګ ولاړ وي او له هغوی څخه به په ميړانه دفاع کوي ، د غونډې په پای کې د قومي مشرانو له لورې له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ اونۍ په وياړ د سرتېرو په غاړو کې ګلان ورواچول شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu